په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ ويلي چې پناه اخيستنه يو انساني حق دی او د پناه غوښتونکو د ۱۹۵۱ کال د کنوانسيون له مخې، د دې کنوانسيون غړي هیوادونه باید هغه پناه غوښتونکي مجازات نه کړي چې ژوند او ازادۍ يې له ګواښ سره مخ وي.
د بښنې د نړیوال سازمان په وينا، طالبانو په انتقامي اقداماتو کې دا دوه فعالان شکنجه کړي، له خوبه د محروميت او په انفرادي کوټو کې د بندي کولو په ګډون يې له هغوی سره بد چلند کړی، تر څو له هغوی اعتراف واخلي.
په کراچۍ کې د زنداني شويو افغان کډوالو وکيله منيژه کاکړ وایي، د یاد شمیر کډوالو له ډلې یوازې ۱۴۰۰ افغانان په کراچۍ زندان کې ساتل کېږي چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.
د قلم لار بنسټ په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې مطیع الله ویسا نن (پنج شنبه، ۴ د لړم) له ۲۱۵ ورځو زندان وروسته راخلاص شوی دی.
افغانستان کې د طالبانو د رهبر د عمومي عفوې پر فرمان دوه کاله اوړي، خو لا هم ليدل کېږي چې د دې ډلې غړي د فرمان بر خلاف د افغانستان په سوېل لوېديځه حوزه کې په لسګونو پخواني نظاميان نیولي، شکنجه کړي، او وژلي دي.
طالبانو د لومړي مهال حکومت هم پر ښځو ګڼ بنديزونه لګولي و. لکه د شرعي محرم په نشتون کې يې روغتيايي خدماتو ته لاسرسی نه درلود، جبري حجاب، جبري واده، سنګسار او يو شمېر نور بنديزونه
د بښنې نړیوال سازمان د يوه ليک په ليکلو سره د بشري حقونو له فعالانو غوښتي چې د دوی له لوري دې د طالبانو د استخباراتو رييس عبدالحق وثيق ته ورسوي او د منيژې صديقي د ازادېدو غوښتنه دې وکړي.
د غلا په جرم نيول شوی بخت رسول وايي، له ثبوت پرته يې نيولی او په خبره يې چې تر اوسه يې دوسيه هم نه دی څېړل شوې، نوموړی له اړونده مسوولينو غوښتنه کوي، تر څو يې دوسيې پر وخت وڅېړل شي.
د شمايل پيکار کورنۍزیاته کړې، چې د دې تر نيولو وروسته، طالبانو د دوی کور پلټلی او د کورنۍ غړي يې وهلي او ټکولي دي.
امیري نن (شنبه، ۱۸ د ليندۍ) پر خپله ايکس پاڼه ليکلي، چې طالبان دې ژوليا پارسي، منيژه صديقي، ندا پرواني، پريسا آزاده او د بشري حقونو ټول مدافعين چې «يوازې د افغانستان د خلکو د حقونو د دفاع په خاطر نيول شوي» ازاد کړي.