د غلا په جرم نيول شوی بخت رسول وايي، له ثبوت پرته يې نيولی او په خبره يې چې تر اوسه يې دوسيه هم نه دی څېړل شوې، نوموړی له اړونده مسوولينو غوښتنه کوي، تر څو يې دوسيې پر وخت وڅېړل شي.
په کراچۍ کې د زنداني شويو افغان کډوالو وکيله منيژه کاکړ وایي، د یاد شمیر کډوالو له ډلې یوازې ۱۴۰۰ افغانان په کراچۍ زندان کې ساتل کېږي چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.
د شمايل پيکار کورنۍزیاته کړې، چې د دې تر نيولو وروسته، طالبانو د دوی کور پلټلی او د کورنۍ غړي يې وهلي او ټکولي دي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ ويلي چې پناه اخيستنه يو انساني حق دی او د پناه غوښتونکو د ۱۹۵۱ کال د کنوانسيون له مخې، د دې کنوانسيون غړي هیوادونه باید هغه پناه غوښتونکي مجازات نه کړي چې ژوند او ازادۍ يې له ګواښ سره مخ وي.
طالبان زهير له خپل پخواني هزاره قومندان مولوي مهدي سره په همکارۍ تورنوي. پر بلخاب ولسوالۍ د طالبانو د بريد پر مهال د مهدي له مرکزه د زهير عکس خپور شوی و او ويل کېدل چې دی په بلخاب کې دی.
یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل:«د شپې اته بجې دوی له سلو ډېر کسان له کوڅو څخه راټول کړل. تر یوه هنګر لاندې یې په سړه هوا کې تر سهاره زنداني کړل.»
يوناما وايي، چې د ښځینه حقونو پر فعالانو د شته تورونو او يا هم د هغوی د نيول کېدو په اړه هيڅ واضح معلومات نه شته.
د طالبانو بیا واکمنېدو وروسته ښځې او نجونې له خپلو لومړنيو حقونو او ازاديو بې برخې شوې دي.
سرچينې ويلي، چې طالبانو دا ځوان نيولی او محکمه کړی يې دی. د سرچينې په وينا، د طالبانو محکمې مجيدي په درې مياشتې زندان محکوم کړی دی.
طالبانو د لومړي مهال حکومت هم پر ښځو ګڼ بنديزونه لګولي و. لکه د شرعي محرم په نشتون کې يې روغتيايي خدماتو ته لاسرسی نه درلود، جبري حجاب، جبري واده، سنګسار او يو شمېر نور بنديزونه