د افغانستان د ملي یووالي ګوند مشر محمد محقق هم په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې طالبانو له تېرو دوو ورځو راهیسې بلخاب ته لښکر کشي کړې او د خلکو کورونه یې په قرارګاوو بدل کړي دي.
د سرپل ولايت د امنيې قومندانۍ لپاره د طالبانو وياند دين محمد نظري وژل شوی کس د محمد نعيم په نوم یاد کړ او ويې ويل چې دغه سړى لومړى وهل شوى ټکول شوی او وروسته یې په یوه دسمال خفه کړی دی.
نظري وویل، چې په دې نښته کې يو غل وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي. د نظري په وينا، له غلو څخه يو نفرنيول شوی او دوه نور تښتېدلي دي.
د سرپل ولايت يوه مدني فعال احمد بلندي پر خپله فېسبوکپاڼه ليکلي، چې طالبانو د دې سيمې د اوسېدونکو ځمکې کوچيانو ته ورکړې دي.
د اروپايي ټولنې د بهرنيو اړيکو وياندې نبیله مصر الی پرون (سېشنبه، ۱۶ د غبرګولي) د يوې اعلاميې له لارې په سرپل کې د ښځينه زده کوونکو او ښوونکو مسموميت «يو کرغېړن جنايت» بللی دی.
سرپل کې د طالبانو د والي ویاند محمدابراهیم مکلف د یاد طالب وژل کیدل تاییدوي او وایي، چې د دې وژنې انګیزه تر اوسه څرګنده نه ده. مکلف د قاتلینو د نیول کیدو خبر هم ورکوي.
سرچينې زياتوي، چې د سرپل لپاره د طالبانو والي خلک د لاس په پرېکولو تهديد کړي او ويلي يې دي: «هر څوک چې د پښتنو حق وخوري لاس به يې پرې شي.»
د نظري په وينا، د محمد داوود مور او ورور دوه کسان د ده په اعدام تورن کړي او دواړه تورن اشخاص نيول شوي دي.
د سرچينو په وینا، چې له ۶۰ زده کوونکو څخه ۱۷ يې د سرپل ولايت مرکز ته انتقال شوې دي او شپږ تنه نورې يې د سانچارک ولسوالۍ په روغتون کې تر درملنې لاندې دي، پاتې نورې زده کوونکې رخصت شوې دي.