د يوې سرچينې په وينا، دا چاودنه د يوې سرګلولې له امله را منځته شوې او هغه وخت چاودلې چې ماشومانو پرې لوبې کولې. د سرچينې په وينا، دغو ماشومانو د نارنجک سرګلوله دباندې پيدا کړې او کور ته يې راوړې وه.
زابل کې د طالبانو د ولایتي روغتون ډاکټر هلال پاچا وايي، دغه چاودنه تېره شپه (شنبه، ۷ د لړم) مرکز قلات ته څېرمه د کاکړانو کلی په «چينې» سيمه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په خبره، د دغې سرګلولې په چاودنه کې یو اولس کلن ځوان مړ شوی او ترڅنګ یې یو دولس کلن ماشوم ټپي دی چې د ښې درملنې په موخه میرویس حوزوي روغتون ته انتقال شوی.