د طالبانو مسوولين زیاتوي، محکمې د زنا او غلا په تور نيول شوي کسان له شپږو څخه بيا تر اووه مياشتو پورې په بند او له ۳۰ څخه بيا تر ۳۹ پورې د دورو وهلو په سزا محکوم کړي دي.
دوی ویلي، چې تورنو کسانو له زور او جبر پرته په خپلو کړیو جرمونو اعتراف کړی او د طالبانو د محکمې په پریکړه یې رضایت ښودلی.
په یادو کسانو کې یې دوه تنه د زنا، دوه یې د شراب څښلو او یو بل یې د مخدره موادو د قاچاق په تور تر نیول کېدو وروسته د ځايي محکمې د حکم پر اساس په درو ووهل شول.