د رویټرز د راپور له مخې د ايران د سمندري قوې قومندان شهرام ايراني ويلي، چې «د سيمې هيوادونه نن په دې پوه شوي چې يوازې له يوه-بل سره همکاري سيمهييز ثبات راوستلای شي.»
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې بلاول بوټو زرداري او فيصل بن فرحان آل سعود په افغانستان کې له امنيت، ثبات او سولې څخه خپل ملاتړ څرګند کړی دی.
د عربستان بهرنيو چارو وزارت تېره شپه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د طالبانو د دې پرېکړې لغوه کېدل غوښتي او ويلي يې دي چې دا پرېکړه د ټولو اسلامي هيوادونو لپاره حيرانوونکې ده.
د ايران د بهرنيو چارو وزیر حسين امير عبداللهيان خبريالانو ته د يکشنبې په ورځ وويل، چې د دواړو هيوادونو تر منځ هوکړه شوې چې لوړپوړي ډيپلوماټان به يې غونډه کوي.
د ايراني رسنيو په وينا، تهران او رياض د دوه اړخيزو اړيکو پر بيا پېل هوکړه کړې او د دواړو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران به د سفارتونو د پرانيستې په موخه ژر له يوه – بل سره وويني.
سږ کال له ټولې نړۍ څخه یو میلیون حاجیانو د حج په مراسمو کې ګډون کړی چې د دغې فریضې د ادا کولو له پاره د افغانستان څخه ۱۳۵۸۲ تنه حاجیان هلته رسیدلي دي.