د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون دا ډول چلند انسان ضد بللی او غندلی يې دی. دې کميسيون د الهه دلاورزۍ د بې قيد او شرطه ازادېدو غوښتنه کړې.
الهه په څو ویډیویي کلیپونو کې وايي، چې سعید خوستي د طالبانو د استخباراتو ریاست کې هغه په زور مجبوره کړه چې واده ورسره وکړي.