هغوی چې ولسوالۍ يې د طالبانو مرکز و، پوره يو نسل يې له زده کړو محروم شوی او وایي، چې د تېرو دوو لسیزو جګړو له کبله یې نیم عمر په کډوالۍ کې تېر کړی.
د هلمند لپاره د طالبانو د عامې روغتیا رییس ډاکټر سید احمد سعید وايي، دغه روغتیایي مرکز د ۱،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د پنځه میاشتو په موده کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریاست مرستيال محمدقاسم رياض وايي، چې دغه پيښه تېره ورځ (چهارشنبه، ۶ د غویي) ناوخته د سنګين ولسوالۍ په «ميان رودي» سيمه کې رامنځته شوې ده.
د هلمند لپاره د طالبانو د پوهنې ریيس مولوي محمد عوض انصاري وایي، چې د سنګین ولسوالۍ ډیری ښوونځي د جګړو له امله ویجاړ شوي او رغولو ته اړتیا لري.