کندهار کې یو شمیر سوالګر اقرار کوي، چې په سوال کولو روږدي شوي او لاس ترې نه شي اخیستلی، ځکه په خبره یې چې یو اسان کار ورته زیاته ګټه په لاس ورکوي.
لوګر کې د طالبانو د پوليسو وياند احمد الله انس وايي، د سوالګرو له راټولو يې موخه د اړمنو او مستحقو کورنيو پېژندل او ورسره د حکومت له لوري مرسته کول په پام کې نیول شوي دي.
د سرې میاشتې مسوولین د سوالګرو زیاتیدل د اندیښنې وړ مسئله بولي او وایي، له همدې لارې هڅه کوي چې مستحق او حرفوي سوالګر سره بېل کړي.
د بهرنیو موسېساتو په تړل کیدو سره نه یوازې عام خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي، بلکې په یادو موسېسو کې د کارونو ځنډ له امله بې روزګاره شوي ځوانان هم خپل راتلوونکي ته اندیښمن دي.
ګل زمینه چې خاوند یې د تیرو جګړو پرمهال وژل شوی او اوس د څلورو اولادونو سرپرستي ورترغاړې ده وایي، که اړه شوې نه وای نو هېڅکله به یې چاته د سوال لاس نه و اوږد کړی.
ورته مهال ارزګان کې د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو رياست يو تن استازی نورالله وایي، چې د يوه کډ کميسون په مرسته يې د ترینکوټ ښار څخه ۱۰۰ تنه سوالګر راټول کړي چې له ډلې یې ۶۷ کسان مستحق پيژندل شوي دي.
د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي معاونت دفتر نن (سېشنبه، ۲۵ د سلواغې) په يوه خبرپاڼه کې زياته کړې چې د راټولو شويو فقيرانو په منځ کې درې زره او ۷۱۶ نارينه هم شته دي.
د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر زیاته کړې، چې راټولو شویو سوالګرو کې ۶۵ یتیم ماشومان هم پېژندل شوي او له بایومتریک وروسته به د کار او ټولنیزو چارو وزارت روزنیزو مرکزونو ته ولېږل شي.