جلال اباد ښار کې د وچې مېوې یو پلورونکی اظهار الله وایي، چې د طالبانو د حکومت په راتګ او په خاص ډول سږکال د وچې مېوې بازار کمرنګه شوی دی.
خبرپاڼه کې راغلي چې په ياد مرکز کې د ديني زده کړو سربېره نجونو ته د ښځينه ښوونکو له خوا عصري زده کړې هم ورکول کېږي.
سپين بولدک کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر او ملي تجار حاجي محمد شفيق اڅکزی وايي، د هرې ورځې په تېرېدو سره پاکستان کې د افغان سوداګرو مالونه شاوخوا يو ميليونه ډالر تاوان کوي چې دغه تاوان سوداګر له خپلو شخصي جېبونو څخه ورکوي.
يو تن ملي تجار عبدالقدير بیا د خلکو او حکومت څخه غوښتنه کوي چې د بهرنيو اسعارو د مخنيوي برخې ته دې جدي پاملرنه وکړي ترڅو اوښتي زيانونه بیرته جبران شي.
خوست د هیواد له ګرمسیره ولایتونو څخه دی، چې د املوکو سربېره په کې چهارمغز، بادام، زردالو، انار، ناک، مالټې او الوچې کېږي چې په ګڼو سیمو کې په سلګونه جریبه ځمکه یې بڼونه کرل شوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خان جان الکوزي وایي، چې د تورخم لارې له بندیدو سره دواړو خواوو ته سلګونه لارۍ بندې پاتې دي او افغان سوداګرو ته د زرګونه ډالرو زیان اوښتی.
محمد انور چې په پېښور کې هوټل لري هم ورته شکایت کوي او وایي، د افغان کډوالو د شړلو لړۍ په پېل سره یې مشتریان آن دومره کم شوي، چې د هوټل ورځني لګښتونه هم نه شي پوره کولای.
د سرو املوکو کاروباریان د مناسب بازار نشتوالي او له پاکستانه د املوکو پراخو وارداتو اندېښمن کړي او زیاتوي، که دغه لړۍ همداسې دوام ولري بڼوال او کاروباریان اقتصادي ضربه لیدلی شي.
سوداګر وایي، د پاکستان له لوري د افغان سوداګرو پر تشو لاریو محدودیتونو له امله هره ورځ په هره لارۍ له ۱۴۰ ډالرو نیولې تر ۳۲۰ ډالرو ډېمبرېج او ډیټنشن راځي، چې دوی ته د ورځې شاوخوا ۷ سوه زره ډالر زیان رسیږي.
سوداګر د طالبانو حکومت د دوی د سر او مال خوندیتوب په برخه کې د طالبانو حکومت په ناغېړۍ تورنوي او وايي، د طالبانو په رژیم کې د ډاډمن امنیت هېله ناسمه ثابته شوه.