د ايران د بهرنيو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې عبداللهيان او سعيداف په افغانستان کې د ټيکاو او سولې د پياوړتيا لپاره د ګاونډيو هيوادونو پر همکارۍ ټينګار کړی دی.
د نهو لوېديځو هيوادونو او د اروپايي ټولنې استازو د افغان اتباعو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د بشري حقونو او اساسي ازاديو د پرلپسې نقض او خرابېدونکي حالت په اړه انديښنه وښوده.