د پارلمان ځینو غړو د سولې کمېټې په جوړولو او د موقت يا د سولې حکومت له طرحې څخه د ملاتړ په اړه د پارلمان د مشر د خبرو له امله هغه په ملي خيانت تورن کړی او د هغه دريځ يې د «ګاونډيو هېوادونو د ګټو» لپاره بللی دی.
د جاوېد موټر چاودنې سره هم مهاله، «پل سوخته» سیمه کې یو بل ټونس ډوله موټر چې له هغې دومره لېرې نه و، د چسپکي ماین ښکار شو.
د ختیځو ولایتونو ګڼ شمیر قومي مشران، میرمنې او مدني فعالان نن (پنجشنبه، ۱۷ د چنګاښ) د کابل سولې انستیتوت له خوا د افغان سولې په تړاو د نظریاتو او وړاندیزونو د شریکولو په موخه رابلل شوي وو.
خو د لاریون یو ګډونوال جلال عطا محمد د عباس ستانکزي څرګندونې د ګاونډیو هیوادونو په اشاره ګڼي او وایي، یاد هیوادونه غواړي په افغانستان کې یو کمزوری او د هغوی په خوښه حکومت رامنځته کړي.
د سولې خبرو اترو د لومړي پړاو په بریا پایې ته رسېدل، په کابل د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې او مرکچي پلاوي ترمنځ په پوره تفاهم او همغږۍ د ګډو ناستو ترسره کېدل د خبرو اترو دویم پړاو بریالي کېدو ته هیلي زیاتوي.
شاوخوا ۵۰ کلن خليل د پکتيا د احمدابا ولسوالي اوسېدونکی دی، چې له خپلو دوه لکړو سربېره ور سره کولنګ او بېلچه هم دي، وايي ځينې وخت له غره څخه د تيږو راوړو لپاره ور سره لوی جبل، د تيږو لګولو لپاره متر، کرنډۍ او د ځينو نورو کارونو اړوند لوازم هم وي.
پاکستان د «اسلام» شتون دلیل له امله له هنده بېل شو او د یو مسلمان دولت-ملت په توګه په سوېلي اسیا کې راښکاره شو. دا هېواد اوسمهال د اسلامي بنسټپالو ډلو او نړیوال ترورېزم، په ځانګړي ډول افغانستان کې د طالبانو ډلې، د ملاتړ او روزنځای په توګه پېژندل کیږي.
روان رواج دا دی چې خلک یوازې د قربانۍ په رول کې وینو. وایو «خلک له جګړې ستړي شوي.» خو حقیقت دا دی چې موږ دوه ډوله خلک نه لرو.
هغوی په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د طالبانو له مشرتابه او سياسي جريان څخه غوښتنه وکړه چې په دې اړه د هېوادوالو غوښتنو ته درناوی وکړي او له جګړې لاس واخلي.
پرون (یکشنبه، ۸ د وري) د خوست ولایت په مرکز کې د لویې پکتیا زرګونه اوسېدونکي له اوسني نظام څخه د ملاتړ په موخه راټول شوي و، چې په کي قومي مشران، دیني عالمانو، ځوانانو او ښځو ګډون درلود.