کربي زياته کړې چې امريکا بيا – بيا ټينګار کړی چې که طالبان «غواړي د مشروع واکمنو په توګه وپېژندل شي، بايد پر ټولو ژمنو عمل وکړي». د ده په وينا، طالبانو تر اوسه پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.
د سپينې ماڼۍ وياند پرون د دوحې د توافق په تړاو د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: «دې توافق طالبانو ته واک ورکړ، په افغانستان کې يې زموږ شريکان کمزوري کړل او [امريکا] ژمنه وکړه چې خپل ځواکونه به د ولسمشر بايډن تر لوړې څو مياشتې وروسته باسي.»
اطلاعات روز: د سپينې ماڼۍ وياندې کارين ژان پير وايي، چې امريکا د طالبانو له پیاوړي کیدو پرته د افغانستان...
دغه راز د دې فرمان له مخې د دې بانک له ذخیرو نیم نور یې د افغانستان خلکو سره د مرستې په توګه یو خوندي صندوق ته لېږدول کېږي.