د طالبانو پولیسو ویلي چې د دې ځوان نوم «سيد احمد» و او د جيب خرچې پر سر له پلار سره تر ناراضه کېدو وروسته يې خپل ژوند پای ته رسولی.
د طالبانو مسوولينو د دې کس له نوم اخیستلو پرته ویلي چې نوموړي څلورویشت کاله عمر درلود او جسد یې د سپین بولدک ایمرجنسي روغتون ته لېږدول شوی دی.
هيواد دغه راز وایي، چې په چمن، کوټې، کراچۍ او نورو ښارونو کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني پوځيانو «ظلمونه او بې عدالتۍ» نه شي زغملای او په همدې موخه یې د تېرو شپږو ورځو راهیسی پرلت وهلی.
په سپين بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو د ابتدايه محکمې مسوولين وايي، چې تېره ورځ (دوشنبه، ۲۰ د وږي) یې د «ادریس» په نوم یوه کس ته چې په قتل تورن و، د مرګ سزا اورولې ده.
د سپين بولدک او چمن ترمنځ يوشمېر مسافر شکايت کوي چې پاکستان ته تلونکي او راتلونکي افغان مسافر هره ورځ له ګنو ستونزو او مشکلاتو سره مخ وي.
پرلت وهونکی سميع الله وایي، د خپلو مشرانو او پرلت له لارې هڅه کوي چې غوښتنې یې ومنل شي، خو په وینا يې که د پاکستاني حکومت سره پایلې ته ونه رسیږي، نو د ښارونو دروازې به وتړي او په واټونو کې به یې لاريونونه پېل کړي.
د طالبانو د پولیسو په وينا، یاد ځوان احمدالله نومېږي او د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و چې له څه مودې راهیسې په سپین بولدک ولسوالۍ کې اوسېده.
دوی زیاتوي، چې د دغو کسانو له ډلې درې تنه یې په لواطت او زنا او دوه یې په غلا تورن وو، چې د جرمونو د اثبات وروسته یې هر يو ۳۰–۳۰ دُرې وهلي دي.
شفیع الله چې د پاکستان د کوېټې ښار راستون شوی وایي، له چمن تر کویټې ښار پورې تلوونکي افغانان د پاسپورټ او بریښنایي پیژندپاڼو لرلو سره-سره د پاکستاني پولیسو له لوري ځورول کېږي.
طالب مسوولین وایي، چې دغې ګيدړې پرون د سپين بولدک په «ناوې» سيمه کې د دريو کليو ۲۲ کسان ټپيان کړي چې پکې درې ښځې، څلور سپين ږيري او پنځلس ماشومان شامل دي.