طالبانو ډلې د روان کال سرطان میاشتې د سهشنبې په ورځ کندهار ولایت کې د سپین بولدک ولسوالۍ د افغانستان امنیتي ځواکونو له کنټروله بهر کړه. دا ولسوالۍ د ډېرو نورو ولسوالیو غوندې چې وروستیو میاشتو کې سقوط شوي، له جګړې او سختې نښتې پرته د طالبانو لاس ته ولوېده.
د کندهار والي وويل د چمن پر پوله پاکستان سره د تګ راتګ په وخت پاکستاني چارواکي افغانان ځوري، ځکه دوی دغه پوله تړي.
له سپین بولدک څخه يوې بلې سرچينې اطلاعات روز ته وویل، پاکستاني ځواکونو هڅه کوله ترڅو له خپل قلمرو دې غاړې ته را واوړي خو د طالبانو له لوري پرې ډزې شوي او يو لاروی پکې زخمي شوی.
پاکستاني ځواکونه تر دې دوې ورځې وړاندې هم له کندهار څخه پر اوښتونکو مسافرو ډزې کړې وې چې په پايله کې يې د نذير احمد په نوم يو کس مړ او پلار يې زخمي شوی و.
کندهار کې د طالبانو مسوولین بیا هغه اوازې ردوي چې ګواکې د بسم الله اچکزي په نوم کس په یوه تروریستي برید کې وژل شوی دی.
په دې اړه د کندهار یوه ځایي سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وایي چې د فدا محمد افغان زامن هر یو «شیر محمد افغان او محمود خان افغان» د طالبانو په لیکو کې د شته نورزیو په وسیله له کوره را وایستل شول او بیا ووژل شول.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مشر حاجي نصرالله زهير وويل که ياده لاره دغه ډول تړلې وي سوداګر او د مېوو باغ لرونکو ته به لسګونه ميليونه افغانۍ زيان واوړي.
کندهار کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست وايي، دا هغه کورنۍ دي چې د ۲۰۲۲ کال له جون څخه د همدې کال اګست مياشتې پوري بېرته خپل هېواد ته راستنې شوي دي
پاکستاني پوله ساتو د نښتې پر مهال درنې وسلې هم کارولي او دوه ځله يې پر سپين بولدک ولسوالۍ د هاوان مرمۍ پيرونه کړي دي.
د سرچینې په وینا، نښته هغه مهال رامنځته شوه چې کله د طالبانو ولايتي مسوولينو له افغان مسافرو سره د پاکستاني ځواکونو د بد چلند د مخنيوي غوښتنه وکړه.