د خوست والي جنرال مهمند کټوازی وايي چې يادې سړخونې مستحقو او د زياتې ځمکې لرونکو بزګرانو ته جوړې شوې او راتلونکی کال به ورڅخه زياته اندازه کرنيز محصولات تر لاسه شي.
د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ یوه بڼوال صدیق الله اطلاعات روز ته وویل، چې سږکال یې حاصلات ښه خو د سړو خونو نشتون له امله اړ دي چې خپلې مېوې په ټیټ قیمت وپلوري.
د کرنې برخې پوهان وایي، د میوجاتو او سبزیجاتو لپاره د سړو خونو او پروسېس خونو جوړیدنه د کروندګرو لپاره یو اړتیا ده او د یادو توکو ساتنه د هیواد په اقتصاد کې مهم رول لري.