ولسمشر غني په ځلونو په ښکاره ویلي چې هغه به له واکه لاس په سر نه شي. بلکې یوازې به د ټاکنو له لارې خپل ځای ټاکونکي ځایناستي ته ورکوي. طالبانو سره د سولې پروسې په اړه د ولسمشر غني لید ښکاره دی؛ دا چې طالبانو سره سوله د ګلبدین حکمتیار سولې موډل پر بنسټ مخته یوسي.