نوموړي زياته کړه، چې د مرستو دغه پروسه په شفاف ډول ترسره شوې او هرې سیلاب ځپلې کورنۍ ته د یوې ویجاړې شوې خونې به بدل کې شپږ زره کالدارې ورکول شوې.
سېلابونو په کامې ولسوالۍ کې د مولوي روح الله استوګنځای نه بلکې سلګونه نور کورونه هم ړنګ کړي او د ځایي اوسیدونکو په زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې ولاړ فصلونه له منځه وړي دي.
د خوښۍ ولسوالۍ د شینکۍ سیمې یو اوسېدونکي خیر محمد اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې د سرپناه نشتون له امله په خېمو کې ژوند کوي چې دې چارې یې ماشومان د سړې هوا له کبله په بېلابېلو ناروغیو اخته کړي دي.