د لغمان د اطلاعاتو او کلتور رييس د کورنیو سیلانیانو سربیره د بهرنیو سیلانیانو په ورتګ ټینګار کوي او سيلانيان د سولې سفيران بولي او وايي، چې دوى کولاى شي د يوه هېواد کلتور خپلو خلکو ته انتقال کړي.
کونړ کې د طالبانو ګرځندوی امر محمد منیب وایي، چې د تېر لوی اختر په شپو ورځو کې د هیواد له بېلابېلو ولایتو راغلي ۸۰ زره سیلانیانو د دغه ولایت له بېلابېلو تفرېحي سیمو لیدنه کړې.
سږ کال د سپینې شګې سیمه په ۲۵ سلنه قرار داد ورکړل شوې ده، خو سیلانیان شکایت کوي چې د قرارداد سره سم دوی ته څومره چې لازمه ده اسانتیاوې نه دي برابرې شوې.
ځاځي اریوب د پکتیا ولایت له طبیعي ښکلا لرونکو ولسوالیو ګڼل کیږي، چې د منډیر غرونه یې په دنګو نښترونو...
د ځاځي اریوب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، دې ولسوالي ته د سيل لپاره پخوا د سيلانيانو ورتګ زيات و، په ځانګړي ډول په اخترونو او نورو ملي ورځو کې د لرو سيمو او ولايتونو ګڼ ځوانان د دې سيمې د طبيعي ښکلا ليدو او سيمه ييزو خوړو لپاره به ورتلل، چې د دوی کاروبار به هم ورسره ښه و.
د ننګرهار شمال ختیځ لورته د کامې ولسوالۍ د پاکې هوا، د کونړ سیند مستو څپو، کبانو، ګوړې ګاڼۍ، شیریخ او ښکلو منظرو له امله مشهوره ده.
سیلانیان هم په ولسواليو کې د امنيت ټينګښت او په غرنيو سيمو کې یې طبیعي ښکلاګانې هغه څه يادوي چې د ښار خلک ورته په تګ مجبوروي.
نوموړی وايي، د ځينو ولسوالیو د لارو په اوږدو کې يې د لارښوونې په موخه په ښکلو تفریحي سیمو کې معلوماتي بنرونه نصب کړي څو سیلانیان له ستونزې پرته تفریح وکړي.
دهلې بند له تېرو درېو کلونو راهيسې نه و پارچاو شوی سږکال د وروستیو ورښتونو له کبله پارچاو او د کندهار ښار او ولسوالیو په ګډون یې د ګڼو هیواد والو پام ځانته اړولی دی.