له کورنيو جګړو وړاندې په ګردېز کې د ځايي سيکانو لسګونه کورنۍ اوسېدې، خو په ياد اړ و دوړ کې يې کورونه او شتمنۍ لوټ شوې او هغوی د سر د خونديتوب لپاره پلازمېنې کابل يا هند ته کډوال شوي دي.
د اهل هنودو او سيکانو استازي وايي چې د هغوی اکثريت ملکيتونه په کابل ښار کې غصب شوي دي.
د سیکانو یو استازی چې اوس مهال په په انګلستان کې ژوند کوي هم یاده موضوع رسنیو ته تایید کړې او ویلي یې دي، چې جلال اباد کې د طالبانو ښاروالۍ د دوی مربوط دوکاندارانو ته ویلي، چې نور دې د سیکانو پر ځای ښاروالۍ ته د یادو هټيو کرایه ورکوي.