ده ويلي: «زياتره پيسې چې د ملګرو ملتونو په وسيله [افغانستان ته] ځي، د امريکايي ماليه ورکوونکو دي. [دا پيسې] يوې ترهګرې ډلې ته رسېږي. طالبان ترهګر دي.»
د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې له اعلان سره سم، دا غونډه نن (۱۴ د نوامبر) رابلل کېږي. په دې غونډه کې به د افغانستان د بيا رغونې په چارو کې د امريکا د څارونکې ادارې (سيګار) پلټونکی جان سپکو شاهدي ورکړي.
مک کال ویلي: «په افغانستان کې انساني کړکېچ د ولسمشر بايډن د ګډوډ او مرګوني پر شاتګ له وجې په پام وړ توګه بدتر شوی دی. نفرت پاروونکې ده چې د متحده ايالاتو د ماليه ورکوونکو پيسې د طالبانو په څېر تروريستانو جيبونه ډک کړي.»
اطلاعات روز: د افغانستان د بيارغونې په برخه کې د امريکا د پلټنې اداره (سيګار) وايي، چې په افغانستان کې...
سيګار ليکلي، چې د تېرو ۲۰ کلونو پر مهال د ۹۰ ميليارد ډالرو له لګښت سره – سره د متحده ايالاتو او افغانستان دولتونه په افغانستان کې د يوه خپلواک او پايدار پوځ په جوړولو کې ناکام شول.
ده زياته کړې، سيګار همدا راز موندلې چې د طالبانو چارواکو په پرلپسې توګه د متحده ايالاتو پر همکارو بنسټونو فشار راوړی چې د دوی کسان استخدام کړي او يا يې هم ټينګار پرې کړی چې د متحده ایالاتو شريکان دې له هغو شرکتونو سره قرارداد وکړي چې له طالبانو سره تړاو لري.
سيګار ليکلي، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له ارزونې سره سم، د روان ميلادي کال تر اپريل مياشتې پورې د مهاجرت د ځانګړې ويزې تر ۸۴۰ زره زيات غوښتونکي په افغانستان کې پاتې دي.
سيګار په خپل راپور کې ويلي، چې د بشري مرستو د وېش په بهير کې د طالبانو لاسوهنه او له خپلو برنامو څخه د دفاع په برخه کې د ملګرو ملتونو ناتواني د اندېښنې وړ دي.
سيګار: له غير دولتي سازمانونو سره د ښځو پر کار بنديز د مرستې رسونې په بهير کې يو «فاجعهناک خنډ» دی
سیګار په يوه ټويټ کې ليکلي، چې اټکل کېږي چې شاوخوا ۱۰ ميليونه افغانانو د ۲۰۲۲ کال په وروستيو او د ۲۰۲۳ کال په لومړيو کې بېړنيو ژمنيو مرستو ته اړتيا درلوده؛ خو په غير دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار بنديز مرسته رسونه له خنډونو سره مخ کړې ده.
د امريکا نړيوالې پرمختيايي ادراې سيګار ته ويلي چې د تفاهم ليکونو تاييدي شونې ده او په هغه صورت کې ورکول کېږي چې تفاهم ليک د فعاليتونو د اجرا، کارکوونکو او ګټه اخيستونکو د امنيت لپاره ضروري وي.