د نورستان د امنیې قومندانۍ ویاند ابوالیمان وایي، دغه پېښه تېره ورځ (دوشنبه، ۶ د وري) ماښام ۵:۳۰ بجې د کامدېش ولسوالۍ په «چپو» کلي کې را منځته شوې.
د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، دغه شخړه تېره ورځ (دوشنبه د لړم) د سره رود ولسوالۍ اړوند د «پیر صاحب زیارت» کې د زیارت د منجاور او یوه زیارت کوونکي ترمنځ شوې.
د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، چې پېښه پرون د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند د «وزیر خواجه خیلو» کلي کې د ځایي اوسیدونکو سخي جان او عباس خان د کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې ده.
د لغمان د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند یونس یوسفزی وایي، چې پېښه تېره ورځ مازدیګر مهال د دغه ولایت علیشنګ ولسوالۍ اړوند « نورام» قریه کي د والیبال لوبې پرمهال شوې.
ننګرهار کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، چې دغه پېښه تېر ماښام د ګوشتې ولسوالۍ اړوند «سور ډاګ» سیمه کې د ملتان او شاه ولی کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې ده.
د ستيا کلي اوسېدونکي محمد الدين ستياوال اطلاعات روز ته وويل، چې پېښه مازديګر مهال د حاجي ګل او جنت خان د کورنيو ترمنځ په يوه ټوټه ځمکه شخړه شوې، چې په کې د جنت خان زوی «محمد الرحمان» وژل شوی دی.
ياده پېښه له هغه وروسته رامنځته شوه چې د دوو ترونو ترمنځ په ځمکه د کرل شويو جوارو د حاصلاتو له راټولو وروسته لومړی لفظي شخړه وشوه او وروسته یو راپورته شو او په بل یې ډزې وکړې.
یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې دغه نښته تېره ورځ مازدیګر مهال د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ اړوند د تیتین درې په «بزک خېل» سیمه کې رامنځته شوې.