طالبان اوس مهال ځينې تعزيري سزاګانې ورکوي. مطلب يې دادی چې هغه «جرمونه» په «اسلامي-فقهي» لحاظ ټاکلې سزا نه لري، قاضي د «جرم» کچې ته په پام يوه سزا ورته ټاکي.
مجاهد د طالبانو د مشر له قوله ليکلي: «هغه دوسیې چې د حد او قصاص ټول شرعي شرایط یې پوره کړي وي مکلف یاست چې حد او قصاص ورباندې جاري کړئ؛ ځکه دا د شریعت حکم او زما امر دی او فرض دی ترڅو ورباندې عمل وکړئ.»