کندهار کې د ميرويس حوزوي روغتون د ماشومانو د څانګې مشر وایي، په اوسني وخت کې حتا ډېر شمېر کسان دومره حوصله هم نه لري چی خپل ماشوم تر يو روغتيايي مرکز پورې ورسوي او هلته د شري وړيا واکسين ورکړي.
د ننګرهار حوزوي روغتون د انتاني ناروغیو متخصص او د یادې څانګې مسوول ډاکټر سید محمد محمدي وایي، چې د روان لمریز کال له پېل تر دې دمه ٩٦٠ پر شري اخته ماشومان دې روغتون ته ور وړل شوي، چې له ډلې یې ١٩ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سويلي حوزې لپاره د کتلوي معافيت امر ډاکټر حزب الله فطرت وايي، د دغه کمپاين پرمهال به کندهار، هلمند، زابل او ارزګان ولایتونو کې شاوخوا پنځه سوه زره ماشومان واکسین شي.