ننګرهار کې د سوداګرۍ خونې یوه استازي ډاکټر مخلص نن (چهار شنبه، ۲۹ د وږي) وویل، چې د پاکستان ګمرک له تېرو څو ورځو راهیسې یاد هېواد ته د افغان سوداګرو د تازه مېوو او سبزیجاتو پر لېږد بندیز لګولی دی.
طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاته کړې، چې کندهار، ارزګان، بادغيس، بدخشان او هرات ولايتونه د ځيرې زيات توليدات لري.
په ۲۰۲۰ز کال کې د ملګرو ملتونو سازمان د راپور پر بنسټ، د نړۍ شاوخوا ۸۴ سلنه د تریاکو محصول په افغانستان کې تولید شوي دي.
د کندهار په دامان، ارغستان، معروف، ډنډ، پنجوايي، سپين بولدک او خاکریز ولسواليو کې ډیر خټکي او هندوانې کرل کېږي، خو سږ کال یې د حاصلاتو مزه نشته ده.
د طالبانو د ادعا بر خلاف د نړيوال بانک راپور د افغانستان د اقتصاد د ښه والي معنا نه ورکوي. دا راپور يوازې په يوه لنډ مهال کې د افغانستان د اقتصادي وضعيت يوه وړه برخه ښيي.
عزيزي ادعا کړې، چې د افغانستان صادرات په لومړي ځل تر وارداتو زيات شوي دي. د ده په وينا، افغانستان تر ټولو ډېر صادرات او واردات له پاکستان سره کړي دي.
چين په پر له پسې توګه هڅه کړې چې افغانستان ته د خپلو مصرفي توکو صادرات زيات کړي، خو له افغانستانه د وارداتو په زياتولو او د دې هيواد له اقتصاد سره په کومک کولو کې هيڅکله هم همکاري نه ده کړې.
افغان موټر چلوونکو ادعا کړې چې ښايي یو شمېر پاکستاني قاچاقبرانو د پاکستان خاورې څخه د تېرېدو پر مهال د بار وړونکو موټرو په بار کې د مقناطیس په مرسته مخدره توکي ځای پرځای کړي وي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال انجنیر عبدالباقی بنا وايي، په تېر ۱۴۰۱ کال کې يې څه د پاسه درې لکه او ۳۴زره ټنه بېلابېل توکي بهرنيو هيوادونو ته صادر کړي دي.
دغه راز د تازه مېوې سوداګر سميع الله افغان وایي، سږکال د لارې د بندښت ترڅنګ له پاکستان سره د سياسي اړيکو خرابوالي هم د دواړو هيوادنو پر سوداګرۍ منفي اغيزې کړې دي.