خوست کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کسانو د طالبانو په لیکو کې نظامي دنده درلوده او نن (سې شنبه، ۲۳ د لړم) نيول شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر وياند جرمي لارنس د طالبانو له لوري نيونې او په عام محضر کې د اعدام سزا يو «ډېر اندېښنه پاروونکی» تحول بللی دی.
اطلاعات روز ورځپاڼې ته چې کومو سرچينو انځورونه لېږلي، په هغو کې ليدل کېږي چې طالبانو د دې جسدونو پر مخو ليکلي: «د غلا او مقاومت سزا داده.»
که طالبان يو دولت فرض کړو، نو په دې کې شک نه شته چې د دې احکامو اجرا کول له دوی سره د هغو مشکلاتو په حل کې هيڅ مرسته نه کوي، چې ورسره مخ دي.