په ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې په سلګونه مېرمنې د لاسي صنایعو په برخه کې کار کوي؛ خو د مارکيټ نشتوالی د خپل کار پر وړاندې لویه ننګونه ګڼي.
ختيځ زون کې د مېرمنو لپاره د سوداګرۍ خونې استازې مروا صدیقي هم له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د مېرمنو لپاره د لاسي صنایعو په برخه کې کم رنګه مارکيټ یوه لویه ستونزه ګڼې او وایي، ډېر کله ورسره په لرې پرتو سیمو کې صنعتکارې مېرمنې ستونزو سره مخ وي، ځکه بازار ته یې په سمه توګه لاسرسی لري .