شنوونکي بیا په دې وروستیو کې د غلاوو د زیاتیدو لامل د طالبانو د حکومت له رامنځته کیدو وروسته په لویه کچه د ځوانانو بې روزګاري یادوي.
په همدې حال کې بیا د دفاع وزارت د پېژندتون رییس محمد رحیم غزنوي وايي، له ځنډ پرته په دې کار روان دی، چې له قومي، ژبني او مذهبي تعصب پرته د هیواد امنیت تامین په موخه ځواکمنه ملي اردو جوړه شي.
قمي د طالبانو په اړه د ايران شوني اقداماتو ته کومه څرګنده اشاره نه ده کړې، خو ويلي يې دي چې «نن په افغانستان کې يوازې له طالبانو سره مخامخ نه يو، په دې هيواد کې مسئله پېچلې ده».
خلکو یو څو دقیقې وروسته د عبدالباقي د کورنۍ یو غړی له خاورو راباسي. د نوموړي د مشر ورور محمد موسی بې روحه جسد، ورپسې یې بل ورور محمد قاسم او بیا یې د ښځو او زامنو او لورګانو بې روحه جسدونه یو بل پسې راوباسي.
په تحصيلي نهادونو کې سرچينو له اطلاعات روز سره په خبرو کې دا مکتوب تاييد کړ، خو د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په دې اړه څه نه وايي.
د یادې قول اردو طالب قومندان ایوب خالد د پاکستاني ځواکونو هغه ادعا هم رد کړه، چې له خوست خاورې پرې وسله والو کسانو برید کړی دی.
د خوست ښاریان بیا په یاد اقدام نیوکه کوي او له ترافیکي اصولو یې خلاف کار بولي، دوی زیاتوي چې دا په ښار کې په لوی لاس بیروبار جوړېدو ته لار برابروي.
د ښوونځيو زده کوونکي هم د طالبانو له لوري د مسلکي ښوونکو له دندو ګوښه کیدو اندیښمن کړي او وایي، کوم ښوونکي چې اوس تازه د طالبانو له لوري ګمارل شوي غیر مسلکي او سخت دریزه دي.
د اوچا په وينا، د نجونو په ګډون په ټولنيزه کچه د زدکړو د ملاتړ، د زدکړييزو موادو برابرولو، د ښوونځيو د اړتيا وړ موادو او ښوونکو د روزنې لپاره ۲۱۵ ميليونه ډالرو ته اړتيا ده.
سرچينه د «مقاومت جبهې» د دې قومندان نوم پهلوان ياسين يادوي او وايي، چې نوموړی د تګاب ولسوالۍ په پجک کلي کې د جبهې له دوو نورو غړو سره په يوه کور کې پټ و.