د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان نن (پنجشنبه، ۳۰ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته یاده پېښه تایید کړه او ویې ویل، نامالومه وسله والو تېره شپه د کونړ ولایت چپې درې ولسوالۍ اړوند «سیدور» سیمه کې د شاهین په نوم د طالبانو قوماندان او د هغه دوه کوچنۍ لورګانې په خپل کور کې وژلي دي.