د نورستان ځایي اوسیدونکي وایي، د خلکو په منځ کې د پولیو ویروس په تړاو د عامه پوهاوي د نشتوالي له امله د هر کمپاین پر مهال زرګونه ماشومان د پولیو له څاڅکو بې برخې کېږي.
محمد نبي دغه راز وايي: «زه خپله د پولیو واکسین رضا کار یم، هو داسې ډېرې کورنۍ دي، چې له پولیو واکسین څخه ډېره ډډه کوي او حتی مونږ ته اخطار راکوي، چې بل ځل رانشئ.»
د پکتیکا ولایت د وړممۍ ولسوالۍ یو اوسیدونکی وایي، چې په تېر نظام کې د سیمې ملا امامانو دغه واکسین حرام باله او خلک یې دې ته هڅول چې ماشومانو ته یې له ورکړې ډډه وکړي.
د مټاخان ولسوالۍ اوسېدونکی نظير وويل، چې د پکتيکا په اومنه، برمل، تروه، وړممۍ او ځينو نورو ولسواليو کې د ډيری سيمو خلک له دې امله ماشومان نه واکسينوي چې د عمر په تېرېدو شوخ او يا هم بې لارې کيږي.
د کندهار يوشمېر بزګران وايي، د ملخانو د مخنیوي کمپاينونو ترڅنګ دې ورته د زراعتي افتونو د مخنیوي درمل هم ورکړل شي ترڅو وار د مخه چمتوالی ولري.