خان وويل: «پاکستان په سيمه کې ناسور دی، زموږ دولت بايد په واضح ډول ترې وغواړي چې د افغانستان پر وړاندې خپله پاليسي سمه کړي او له دوه مخي چلند نه لاس واخلي او که داسې منافقت ته دوام ورکړي، بايد سخت ځواب ورکړل شي.»
ښاغلي غني کابل ته د عمران خان دغه سفر تاریخي یاد کړ او زیاته یې کړه، چې د یو رغوونکي، تعاملي او پراخه سیاست منل، د غوره راتلونکي لار ده.
نوموړي په دې غونډه کې افغانستان سره د ملګرو ملتونو د مرستو غوښتنه هم ستایلې ده. هغه زیاته کړې چې د اړتیا په وخت کې به افغانان هېر نه کړي.
د جیو نیوز، راپور له مخې عمران خان ویلي، دا ډیره مهمه ده چې د اسلامي هیوادونو همکاري سازمان په ګډه افغانستان ثبات ته ورسوي. هغه ټینګار کړی چې « باثباته افغانستان د بین المللی تروریزم مخه ډب کولای شي».
پاکستان راډيو د دې هيواد د بهرنيو چارو وزارت د وياندې ممتاز بلوچ له قوله لیکلي، چې پاکستان له شته ننګونو سره د مقابلې کولو لپاره د چا ناغوښتل شوې مشورې ته اړتيا نه لري.
له دې سره جوخت، د افغانستان دولت کابل ښار کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده. کابل کې پر ځینو واټونو د افغانستان او پاکستان بیرغونه ځړېدلي. او ارګ او هوایي ډګر ته ورتلونکې لارې د ټرافیکو پر مخ تړلې دي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د عمران خان خبرو ته تند غبرګون وښود او افغانانو ته یې توهین یاد کړ. نوموړی عمران خان د افغانانو ترمنځ په تفرقه اچونه تورن کړ.
ارزګان مېشتي ځوانان او خلک وايي، د پاکستان د صدراعظم دا خبرې د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان بربنډه لاسوهنه ده.
د تحريک انصاف ګوند لوړپوړي چارواکي فواد چودري د دې ګوند له ټولو ملاتړو غوښتي چې په لاهور کې دې د عمران خان د اوسېدو له ځایه دباندې راغونډ شي.
عمران خان د ګڼو تورونو په تړاو محکمې ته حاضرېږي، خو تېره ورځ نيمه پوځي ځواک د ملي احتساب د ادارې په ملاتړ په محکمه کې دننه ونيوه.