یادې ولسوالۍ بهسود، سرخرود، دره نور، چپرهار، رودات، جلال اباد ښار، کامه، اچین، ګوشته، بټي کوټ، شینوارو، خوږیاڼي، ښېوه او مومندره دي چې نږدې ۱۰۰۰ تنو ته په کې د دې پروژې له لارې په مستقیم توګه د کار زمینه برابره شوې. د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس همداراز وايي، په دې شمېر کسانو کې يې «۵۸۱» تنه ښځينه دي، چې په خپلو کورنیو کې غالۍ اوبدې.
د طالبانو د بنديزونو په اوج کې لا هم داسې ښځې شته دي چې هڅه کوي د کاري فرصتونو په رامنځته کولو سره د خپلو همنوعو او هغو ښځو ملاتړ وکړي چې له خپلو لومړنيو حقونو محرومې دي.
د غالیو اوبدلو دا کارځای د دوو ميرمنو له لور درې کاله وړاندې تاسيس شوی او اوس مهال ورسره یو شمیر نورې ميرمنې هم په کار لګيا دي چې په ډېرو کم امکاناتو فعال ساتل شوی.