د کندوز ولايت له دښت ارچې ولسوالۍ څخه سرچينو د طالبانو غړي تورن کړي چې په «سلګونو» جريبه څړځايونه او د دې ولسوالۍ د خلکو هديره يې غصب کړې ده.
د ګردېز ښار ماسټرپلان د تطبیق عملي پیل، د ښاري نظم په موخه د اصنافو تقسیم بندي، د بندو لارو خلاصون او د تخریب شویو سړکونو بیا رغونه یې هغه کړنې دي، چې د ښاروالۍ له لوري په تېرو پنځو میاشتو کې ترسره شوې دي.