د لښکرګاه ښار تر څنګ د هلمند ولایت د ولسوالیو اوسیدونکي هم شکایت کوي، چې په دې ولایت کې د کوکنارو پر کښت د بندیز له کبله خلک بې کاره شوي او د اقتصادي ستونزو له امله یې غلاوو ته مخه کړې.
اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې طالبانو د دغه ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې پر دوو...
ځايي خلک د بې کارۍ او وسله والو غلاوو د له منځه وړلو په برخه کې طالب چارواکي ګرم بولي او زیاتوي، چې د دغې ډلې د ناغېړۍ له امله په دغو ولایتونو کې ورځ بلې ستونزې په ډېرېدو دي.
د خوست ولایت اوسېدونکي د جنايي او غلاو پېښو د زیاتېدو لامل د بې روزګاره ځوانانو د کچې لوړېدل بولي او وايي، په تېر نظام کې د دغه ولایت تر ۷۰ سلنه ډېر ځوانانو په دولت کې دندې ترسره کولې.