په دې غونډه کې د لوګر، پکتيکا او خوست والیانو حضوري او د ولسمشر محمداشرف غني په ګډون، د کرنې وزير، د پانګونې د اسانتيا ادارې مشر، د څلور هېوادونو سفيرانو او ځينو چارواکو په انلاين ډول ګډون کړی و.
د دغه فابریکې مسوول حاجي حبيب الله حبيب يار وايي، په هرو دولسو ساعتونو کې ۳۲ ټنه پنبه پروسېس کوي او شاوخوا ۱۲.۵ ټنه غوړي توليدوي.
د فابريکې يو مسوول جلال ګل وايي چې له شاوخوا څلور کلونو راهيسې فعاليت کوي، خو مخکې يې فعاليت ډېر کم و او اوس يې زیات کړی دی.
د دغې فابريکې مسول حاجي غلامحمد محمدي وايي، چې د دې فابريکي پر جوړيدو شاوخوا ۷۲ميليونه افغانۍ لګښت راغلی چې د شپږو مياشتو په موده کې يې کارونه بشپړ شوي او دا مهال پکې ۱۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.
د دې دولتي تصدۍ عملیاتي مرستیال انجنیر محمد حسین نیازی وايي چي د تېر کال له تولیداتو ۲۲ میلیونه افغانۍ خالصه ګټه ترلاسه شوې چي پرته له کڼجاړې نور ټول تولیدات پلورل شوي دي.
د سرچينې په حواله چې دا فابريکه تېره ورځ (چهارشنبه، ۱۹ د تلې) د طالبانو استخباراتو رياست له لوري کشف شوې او په کې له «چونې» د سر درد يا ominedolal ګولۍ جوړېدې او وروسته به د اصلي درملو په توګه د ښار په درملتونونو کې پلورل کېدې.
نوموړی اندېښنه څرګندوي، که یې شته ستونزو ته رسېدونه و نه شي، مجبوري دي، چې خپل کارمندان رخصت او د فابریکې دروازه هم وتړي.
هغه زیاته کړه، دغه فابریکه په ساعت کې د درې ټنه دانهدارې پنبې د تولید وړتیا لري چې ترڅنګ یې غوړي، کنجاړه او صابون هم تولیدوي.