د هلمند اوسیدونکی ولی الله د کار روزګار نشتون او اقتصادي ستونزې د جرمونو د زیاتیدو اصلي لاملونه ګني. دی وایي، که د خلکو اقتصادي وضعيت ته پام ونه شي راتلونکي کې به د جنايي پيښو کچه زياته لوړه شي.
هغه میندې چې ماشومان یې پر خوارځواکۍ اخته شوي وایي، چې زیاتره کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او نشي کولای چې خپلو اولادونو ته څه ډول چې لازمه ده په پوره ډول خواړه ور ورسوي.
ضيا زياته کړې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي او د يوناما مرستيال رامز الاکبروف ويلي، چې اباد او پر ځان بسيا افغانستان يوه ګډه موخه ده.
د خوست ولایت اوسېدونکي وايي، اوس مهال زرګونه ماشومان په بېلابېلو برخو کې په شاقه کارونو بوخت دي او له همدې کبله ورڅخه زده کړې پاتې شوې دي.
په تېرو شلو کالو کې د افغان سندرغاړو او هنرمندانو لپاره د فعالیت ښه زمینه برابره وه، خو پر افغانستان د طالبانو يو ځل بیا واکمن کيدو سره طالبانو موسيقي حرامه بللې او په ډیرو ځایونو کې یې سندرغاړي وهلي ډبولي دي.
یو شمیر نور ارزګانیان چې روغتون ته یې خپل ماشومان راوستلي وایي، چې د کمزوري اقتصاد له امله نه دي توانیدلي چې خپلو ماشومانو ته د موسم سره سم چاپیریال برابر کړي.
د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان د څانګې مديرې ويلي، چې دا بنسټ له اوسه او بيا د ۲۰۲۴ کال تر مارچ مياشتې پورې د افغانستان له خلکو سره د مرستې کولو لپاره د يو ميليارد ډالرو بودیجې ته اړتيا لري.
د بحران ډلې د خپل راپور په يوه برخه کې ويلي، چې د ښځو او نجونو حقونو ته پاملرنه نه کول نيمه ټولنه ځپي او همدا راز تر جنګ وروسته د اقتصاد ښه کولو لپاره د طالبانو هڅې خرابوي.
په تېر يوه کال کې په سلګونو پخواني نظاميان د طالبانو له خوا نيول شوي، شکنجه شوي او وژل شوي دي. د دې نظاميانو یو شمېر يې له خپلو اصلي سيمو تللي دي او په پټ ډول ژوند کوي.
يو کس چې ياد ماشوم يې موندلی وایي، چې له ډيرو کوښښونو سره سره نه دی توانيدلی چې د ياد ماشوم کورنۍ پیداکړي. دی زیاتوي، داسې ښکاري چې یاد ماشوم یې خپلې کورنۍ د غربت له امله د لارې پر سر اچولی وي او بیا ترې تللي وي.