کندهار کې یو شمیر سوالګر اقرار کوي، چې په سوال کولو روږدي شوي او لاس ترې نه شي اخیستلی، ځکه په خبره یې چې یو اسان کار ورته زیاته ګټه په لاس ورکوي.
یوې سرچینې وویل، چې یاد ځوان محمد داوود نومیده او تېره شپه (جمعه، ۱۸ د کب) ۱۰:۰۰ بجې یې د پرچمن ولسوالۍ اړوند «تخت پرچمن» سیمه کې ځان ځړولی دی.
طالب چارواکي وایي، افغانستان کې جګړو، بېوزلي او نورو ستونزو ګڼ ماشومان بې سرپرسته کړي چې ډېری یې د ښارونو په لارو کوڅو کې په خیرات ټولولو او یا درنو کارونو بوخت دي.
په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې سازمان رييس ارشاد ملک ويلي: «د افغانستان په پراخه برخه کې له سخت يخ سره لوږه به د افغانستان لپاره وضعيت ډېر خطرناک کړي.»
د ننګرهار د سرو زرو پلورونکو اتحادیې د معلوماتو له مخې اوسمهال په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د سرو زرو پلورنې شاوخوا ٥٥٠ هټۍ شتون لري، چې په سلګونه کسان په کې په کار روزګار بوخت دي.
ګل زمینه چې خاوند یې د تیرو جګړو پرمهال وژل شوی او اوس د څلورو اولادونو سرپرستي ورترغاړې ده وایي، که اړه شوې نه وای نو هېڅکله به یې چاته د سوال لاس نه و اوږد کړی.
د کونړ په مرکز اسعد اباد کې د سرو زرو کاروباریان د سیند له غاړو موندل شوي سره زر د کیفیت او بازار له اړخه تر نورو هغو ښه بولي او زیاتوي که دې برخې ته پام وشي؛ تر نړۍ وال بازار به لار پیدا کړي.
د هیواد په ډيرو سيمو کې د نجلۍ د کورنۍ لخوا له پنځه لکو څخه بيا تر يو ميليون افغانیو پورې د لور ورکولو په بدل کې ولور اخيستل کېږي چې زیاتو کورنیو ته ستونزې زېږوي.
هلمند کې د ټولنيزو چارو کارپوهان هم د کاري فرصتونو رامنځته کيدل مهم بولي او زياتوي که ځوانانو ته د کار زمينه برابره نه شي نه يوازې چې بهرینو هیوادونو ته مخ کوي، بلکې د جنايي جرمونو کچه ورسره هم لوړیږي.
روغتیاپالان وایي، په کم عمر کې واده، باکيفيته خوړو ته نه لاس رسی، بې وزلي، بې سوادي او د زیږون ترمنځ د فاصلي نه مراعت کول هغه لاملونه دي چې په ماشومانو کې یې د خوارځواکۍ کچه لوړه کړې ده.