د دې خبرو يوه ويډيو چې اطلاعات روز تر لاسه کړې، ښاغلی خيرخواه پکې وايي، چې ما له هبت الله اخوندزاده څخه وپوښتل چې «څرنګه د فلسطين ملاتړ وکړو؟ خلک هم غواړي ملاتړ وښيي او لاريونونه وکړي».
د ايران د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې د فلسطين مسئله د پخوا په څېر د اسلامي نړۍ مهمه موضوع ده او «له هغې څخه ملاتړ يو ديني، انساني او اخلاقي مسووليت دی.»
له تېرو څو ورځو راهيسې يو ځل بيا د اسراييلو او فلسطين ترمنځ د شخړې پېښې د خبرونو سرټکي دي، خو دا شخړه له تاريخي پلوه او همدا راز په نورو بعدونو کې تر هغه ډېره پراخه ده چې په اړه يې فکر کېدلای شي.
د ولسي جرګې مشر میررحمان رحماني نن (دوشنبه، ۲۷ د غویي) په یاده جرګه کې له فلسطینیانو سره خپل خواخوږي وښوده او زیاته یې کړه چې پر دې هېواد د اسراییلو بریدونو د اسلامي نړۍ د احساساتو راپارولو لامل شوی.