د تورخم لپاره د طالبانو کميسار عبدالجبار حکمت وایې، د کشف امریت پرون ناوخته په تورخم کې د اوبو د يوه جام په شمول د یوولسو تاريخي اثارو د قاچاق مخنيوی کړی چې يوې ښځې په غير قانوني توګه پاکستان ته انتقالول.
په پکتيکا ولايت کې د طالبانو امنيې قومندانۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دغه مجسمه تېره ورځ (سې شنبه، ۹ د لړم) هغه مهال نیول شوې چې د ۷۵۰۰۰۰ پاکستانۍ کلدارو د پلور لپاره ګاونډي پاکستان ته قاچاق کېدله.
امین الله زیاته کړه:«ننګرهار کې په زیاتره سیمو کې د طالبان له حکومت را وروسته د تاریخي اثارو قاچاق او کیندنې زیاتې شوي او لامل یې دادی، چې خلک بې روزګاره شوي دي.»
خبرپاڼه کې زياته شوې چې په دغه وسلو کې ۱۸ ميله کلاشينکوفونه، ۴۹ ميله تفنګچې او ورسره يو ويډز موټر د طالبانو د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
یو اوسیدونکي سجاد نورستاني په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د نورستان په وایګل ولسوالۍ کې یو شمیر پاکستاني انجینران د سړک جوړولو په پلمه په دغه ولسوالۍ کې لیتیم استخراجوي او بیا یې پاکستان ته لیږي.
د تورخم لپاره د طالبانو کمیسار مولوی عبدالجبار حکمت نن (یکشنبه، ٢٩ د سلواغې) وویل، چې طالب سرتیرو په تورخم دروازه کې هغه کس نیولی، چې غوښتل یې له هېواده پاکستان ته ۶ قلمه تاريخي اثارو قاچاق کړي.
دا لومړی ځل نه دی چې طالبان تورخم ښارګوټي کې د ډالرو د قاچاق د مخنیوي خبره کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم په ځلونو د لسګونه زره ډالرو د قاچاق مخنیوي خبرونه ورکړي دي.
لېتیم په پراخه کچه د بریښنایی وسایلو بټریو کې کارول کیږي. دا سرچینې د نړیوالو پالیسیو سره سم ستراتیژیکې سرچینې ګڼل کېږي ترڅو نړۍ کې د شین پوړیزو ګازونو تولید کم کړي.
سرچينه زیاتوي، دغه افغان ځوانان د ایران سيستان او بلوچستان ښار سره نږدې د دغه هیواد ځواکونو له لوري په ډزو وژل شوي او تیره ورځ (چهارشنبه، ۲۴ د کب) یې جسدونه د هیواد نیمروز ولایت ته رالیږدول شوي دي.
په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تورخم ښارګوټي کې یې د ساتنې او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې ۲۵ کیلو ګرامه بېلا بېلې قیمتي ډبرې چې پاکستان هیواد ته قاچاقېدلې نیولې دي.