يو بل مدني فعال شېر علي وايي چې که په ياده برخه کې د يوه منظم پلان له مخې کوټلي ګامونه واخېستل شي، ښايي په ټولنه کې د هغو مسائلو لپاره د هواري معقولې لارې چارې وموندل شي، کوم چې د ښځو د حقونو په مخ کې خنډ ګرځيدلي دي.
د پېښور د پوليسو د مشر په وينا، ليډي ريډينګ روغتون ته تر ۲۰۰ زيات ژوبل کسان راوړل شوي چې تر سلو د زياتو کسانو درملنه روانه ده او نور رخصت شوي دي.
سرې مياشتې ټولنې زياته کړې چې ښايي مرګ ژوبله زياته شي. د دغې ادارې په وینا د خاورو لاندې د خلکو لټون او را ایستل دوام لري. ویل شوي چې د «کشکک»، «سیاه آب» او «سین جو» په ګډون یو شمېر کلي په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.
د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې زياته کړې، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي امنيت شورا ته د خپلو خبرو پر مهال په افغانستان کې د سولې په موخه د ملي-سياسي خبرو-اترو پر اړتيا ټينګار کړی دی.
د رسمي راپورونو پر بنسټ، هرکال ټول افغانستان کې سلګونه ماشومان په جګړو او تاوتریخوالي کې وژل کېږي او ټپيانېږي. د جګړې دا واړه قربانیان له دې سره چې د جګړې او تاوتریخوالي د سختو زیانونو تر ګواښ لاندې دي، د دولت د مالي ملاتړ او روغتیایي چوپړونو تر پوښښ لاندې نه راوستل کېږي.
شپاړس کاله وړاندې هالنډي ځواکونو د ارزګان د چوره ولسوالۍ د «قلعه راغ» سیمه کې د اخترمحمد په نوم د یوه ځایي اوسیدونکي کور بمبار کړ چې پکې د یاد کس د کورنۍ د غړو په ګډون د هغه ۲۰ تنه خپلوان ووژل شول.
جهادي ډلو د خپلو سپانسر شويو تبليغاتو او تقديس شويو شعارونو پر مټ عامه شعور هم يرغمل کړی دی او هغوی لاهم داسې انګېري چې د دوی قاتلين د دوی د بدې ورځې ناجي هم دي.