اطلاعات روز: د بښنې نړیوال سازمان په غزني کې د طالبانو له لوري د وژنې په تور د دوو کسانو...
مجاهد د طالبانو د مشر له قوله ليکلي: «هغه دوسیې چې د حد او قصاص ټول شرعي شرایط یې پوره کړي وي مکلف یاست چې حد او قصاص ورباندې جاري کړئ؛ ځکه دا د شریعت حکم او زما امر دی او فرض دی ترڅو ورباندې عمل وکړئ.»
حنفي فارياب ولايت ته د خپل سفر پر مهال نيوکو ته په غبرګون کې وويل، چې قصاص بايد «عملي شي، که هر څنګه کېږي.»
د طالبانو سترې محکمې زیاته کړې، چې نظر محمد د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ اوسېدونکی و او دوه کاله وړاندې یې په شبرغان ښار کې د خال محمد په نوم یو کس په چاقو وژلی و.
مجاهد زیاته کړې، د دغه کس د قصاص حکم د طالبانو په درېيو محکمو کې تاييد شوی او د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده ته هم وړاندې شوی و.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر وياند جرمي لارنس د طالبانو له لوري نيونې او په عام محضر کې د اعدام سزا يو «ډېر اندېښنه پاروونکی» تحول بللی دی.
په سپين بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو د ابتدايه محکمې مسوولين وايي، چې تېره ورځ (دوشنبه، ۲۰ د وږي) یې د «ادریس» په نوم یوه کس ته چې په قتل تورن و، د مرګ سزا اورولې ده.
طالبان اوس مهال ځينې تعزيري سزاګانې ورکوي. مطلب يې دادی چې هغه «جرمونه» په «اسلامي-فقهي» لحاظ ټاکلې سزا نه لري، قاضي د «جرم» کچې ته په پام يوه سزا ورته ټاکي.
د طالبانو سترې محکمې تورن کسان «سید جمال» د سید محمود زوی، د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ د «لوره» کلي اوسېدونکی او «ګل خان» د شاه ولي زوی د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکی پیژندلي دي.
د طالبانو سترې محکمې په وینا، پر یاد کس د طالبانو د درې ګونو محکمو له لوري د «قصاص» حکم صادر شوی و بیا د دغې ډلې د مشر ملاهبت الله اخوندزاده تر تایید وروسته پرې جاري شو.