اطلاعات روز: د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست يعقوب مجاهد ويلي چې د افغانستان ګاونډيان دې د قوش تيپې کانال...
د قوشتيپې کانال ولايتي مسوول فريد عظيمي وايي: «په ۱۴۰۰ مالي کال کې موږ ۸.۲ ميليارده افغانۍ بودیجه لرو او په اوږده مهال کې د دې کانال د رغولو لګښتونه د بلخاب د ډبرو سکرو د معدنونو له عوايدو څخه تأمين کېږي.»
طالبان: ازبکستان له امو سيند څخه د خپلې حقابې د تأمين په موخه د قوش تیپې کانال بشپړیدو کې همکاري کوي
د ازبکستاني پلاوي مشر عبدالعزيز کاملوف ويلي، چې هيواد يې په نړيوالو فورمونو او غونډو کې د افغانستان ملاتړ کړی دی او تيار دي چې له طالبانو سره په زيربنايي پروژو کې همکاري وکړي.
دغه کانال ۲۸۵ کیلو متره اوږدوالی ۱۰۰ متره سور، ۸.۵ متره ژور کیندل کېږي چې د ۵۵۰ هکتاره ځمکې خړوبولو ظرفیت به ولري، او په یوه ثانیه کې به ۶۵۰ متره مکعبه اوبه انتقالوي.