نوموړي وویل: «مونږ نن له نظامي زده کړو ۷۰ مجاهدین فارغ کړل، چې دا به د خوست – ګردېز او همدا رنګه د دغو منطقو د امنیت ساتنې لپاره وګمارل شي. په دې سره به نه یوازې دا چې د سیمې امنیت لا تامین شي، بلکې د دې ترڅنګ به په لاره کې د جنايي پېښو مخه هم ونیول شي.»
د سیمې یوه اوسېدونکي فرهاد نن (دوشنبه، ٢ د زمري) اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې دغه لار د ناړۍ ولسوالۍ په «خرولو» سیمه کې له تېرو پنځو ورځو راهیسې تړل شوې ده.