لرغون پيژندونکي وايي، له لغمان سربیره د ختیځ زیاتره سیمو کې تاریخي اثار شتون لري، خو د طالبانو د نه پاملرنې له کبله په خپلسري ډول کېندل کېږي.
ننګرهار د بهسودو یو ناروغ لرونکی جمیل وایي، چې د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې شخصي درملتون لرونکي پر ناروغانو چې ډېری یې مسلکي نه دي، تاریخ تېره درمل پلوري چې ناروغ ته یې د ګټې پر ځای زیان ډیر وي او آن د مرګ تر کومي یې رسوي.
د لغمان د اطلاعاتو او کلتور رييس د کورنیو سیلانیانو سربیره د بهرنیو سیلانیانو په ورتګ ټینګار کوي او سيلانيان د سولې سفيران بولي او وايي، چې دوى کولاى شي د يوه هېواد کلتور خپلو خلکو ته انتقال کړي.
د لغمان د مرکز مهترلام اوسیدونکی او معلول شاه زمان وايي، چې له لسو میاشتو راهیسې یې خپل حقونه او امتیازات نه دي اخېستي او له ګڼو اقتصادي ستونزو کړیږي.
د لغمان د ترافیکو مدیریت چارواکي خبر ورکوي، چې د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره د لغمان اړوند «مشالی کمر» سیمه کي یو فلډر او سراچه موټرو ترمنځ ټکر شوی، چې پرمهال یې دواړو موټرو کې پنځه کسان ټپیان شوي دي.
د لغمان د مرکز مهترلام اوسیدونکی شفیع الله وایي، چې ځایي خلکو د یاد کس جسد نن (یکشنبه، ٥ د وري) غرمه مهال د الینګارسيند څخه را اېستلی او د مهترلام روغتون ته یې انتقال کړی دی.
د نیالګیو یو بل پلورونکی او د لغمان اوسیدونکی شوکت چې د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره د لغمان اړوند په « سرخکانو» سیمه کې نیالګي پلوري هم ورته شکایت کوي او وايي، چې په تیرو کلونو کې به یې د ورځې لسګونه پېردونکي لرل، خو سږکال یې دا شمیر بیخي راټیټ شوی دی.
طالب چارواکي وایي، افغانستان کې جګړو، بېوزلي او نورو ستونزو ګڼ ماشومان بې سرپرسته کړي چې ډېری یې د ښارونو په لارو کوڅو کې په خیرات ټولولو او یا درنو کارونو بوخت دي.
د لغمان د الینګار ولسوالۍ یو اوسیدونکی پر ځایې طالب چارواکو نیوکه کوي او وایي، یادې بشري مرستې په ناعادلانه توګه او د شخصي اړیکو پر بنسټ د طالبانو له لوري پر خپلو خپلوانو او پلویانو وېشل کېږي.
ننګرهار کې د ممپلیو د پروسېس ٥٠ کارخونې فعالیت کوي، چې په کې د دغه ولایت ممپلي له پروسېس وروسته بازار ته د پلور په موخه وړاندې کېږي، چې د هیواد د داخلي بازارونو سربیره بهرنیو بازارونو ته هم صادریږي.