د لغمان لپاره د طالبانو والي قاري ذین العابدین عابد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې په نږدې راتلونکي کې به په دې ولایت کې د شاهي کانال چارې پیل شي چې پکې به شااوخوا ۱۰ زره بې روزګارو وکړو ته د کارزمینه برابره شي.
تېره شپه د لغمان ولایت علینکار ولسوالی نورلام صاحب درې اړوند « ګنده ګل» او مهترلام مرکزي سیمو کې د زیاتو ورښتونو او سیلابونو له امله دوه کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
لغمان کې ناپيژانده وسله والو د پخواني حکومت د پولیسو افسر چې قیس نومیده لومړی له کوره ویستلی او بیا یې کورته څیرمه په ډزو وژلی دی.
لغمان کې د سیلابونو له امله ۱۵۵ د اوبو کانالونه، ۳۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه،۱۳۰ حیوانات،۲۵۰ د استوګنې کورونه،۱۳ باغونه او ۴۰ استنادي دیوالونه له منځه تللي دي.
د سمیع الله په نامه د یوه ځایي اوسیدونکي د کوټې چت پریوتي، چې له امله یې د نوموړې میرمن او دوه زامن مړه شوي او بله لور یې ژوبله شوې ده.
د لغمان قرغیو ولسوالۍ کې ناپيژانده وسله والو د یوې کورنۍ د یوې میرمنې په ګډون دوه تنه وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
د لغمان لپاره د طالبانو د والي ویاند صلاح الدین ذاهد وایي، چې امنیتي ځواکونو یې د دغه ولایت د الینګار ولسوالۍ په « ګنده ګل» سیمه کې د «فیروز» په نامه د داعش یو مشهور قومندان له دوو نورو ملګرو سره وژلی دی.
نوموړی زیاتوي، یاده پېښه د سلماني چت د زوړوالي له کبله رامنځته شوې او ټپيان ېې پر وخت د مهترلام ولایتي روغتون ته انتقال کړي، چې ډاکټرانو یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ ښودلی دی.
د لغمان د مرکز مهترلام اوسیدونکی پرویز خان په دې پروژو کې د خلکو د برخې اخیستنې سربیره له حکومت غواړي، چې د دا شان پروژو په پلي کیدو سره دې د شاړو ځمکو د ابادۍ لپاره جدي هلې ځلې وکړي.
یو وسله والو کس د علیشنګ ولسوالۍ اړوند «ګونه پال» سیمه کې د واده پرمراسمو ډزې کړي، چې پرمهال یې ناوې او نوشا دواړه وژل شوي دي