نوموړی وایي، د یادو بریدونو پرمهال یې د وسله والو طالبانو دوه مهم مرکزونه، ۸ عرادې موټر سایکلونه او ګڼ شمیر وسلې هم له منځه وړي دي.
اطلاعات روز: په لغمان، سمنګان او بدخشان کې د څلورو ترافيکي پېښو له امله ۳۰ تنه ژوبل شوي او په...
په ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې په سلګونه مېرمنې د لاسي صنایعو په برخه کې کار کوي؛ خو د مارکيټ نشتوالی د خپل کار پر وړاندې لویه ننګونه ګڼي.
«زیاتره نجونو ته د نکاح په ټاکنه کې خپل حق نه ورکول کیږي او تر ډیره په دې برخه کې له نجونو سره زیاتی کیږي؛ ځکه نجونې هم حق لري چې په خپله خوښه نکاح وکړي.»
نجونې وایي، د نارینه وو ترڅنګ دوی هم حق لري چې زده کړې وکړي خو له طالبانو یې غوښتنه دا ده چې د نجونو د زده کړو پر وړاندې د خنډونو پر ځای دې دوی ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د غونډې ګډونوالو د سولې په ټپه دریدلو خبرو د ژر پیل غوښتنه وکړه او ویې ویل، که روانه جګړه پای ونه موموي هیواد به له لوی ناورین سره مخ شي.
د لغمان د کلیو بیارغونې اوپراختیا ریاست په همغږۍ او د نړیوال بانک په مالی مرسته د دغه ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې له ٤٦ بې وزله ، کونډو او بی سرپرسته کورنیو ته د لس-لس زره افغانيو معادل خوارکي توکي ویشل شوي دي.
د کونړ اوسیدونکي وایي، طالبانو د نورو ولایتونو په څیر په دغه ولایت کې هم بشري مرستې په خپلو پلویانو او یا هغه چا ویشي چې له طالبانو سره یې په تیرو وختونو کې همکاري کړي وي.
ختیځ کې د اترا ادارې رییس رحیم الله شینواري اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبروکې د دغه ولایت په ځینو سیمو کې د مخابراتي شبکو د کمرزي فعالیت ستونزه تر یوې اندازې مني خو وایي، هڅه کوي د مخابراتي شبکو په برخه کې شته ستونزو ته د حل لار پیدا کړي.
د ننګرهار ترڅنګ په کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو کې هم له ګڼ شمېر خلکو ژوند اخیستی او همداراز یې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او د استوګنې کورونه ویجاړ کړي دي.