ننګرهار کې د یوه خیریه بنسټ له لوري له ٢٥٠٠ یتیمو، کونډو او بې وزله کورنیو سره د دوه میلیونه افغانیو په لګښت د اختریزې ډالۍ په توګه د وچې میوې مرسته ترسره شوې.
ولسي خلک د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د خیریه بنسټونو له لوري د بشري مرستو د ویش په برخه کې دې د فساد مخنیوي لپاره له اړمنو کورنیو سره کېدونکې مرستې د یوه منظم میکانیزم له مخې ووېشل شي.
لغمان کې د طالبانو سیمهییز چارواکي خبر ورکوي چې په دې ولایت کې د اورلګیدنې په پېښه کې يوه مېرمن مړه او دوه ماشومان ژوبل دي.
د لغمان د بادپښ ولسوالۍ یو کروندګر وایي، چې سږکال د باران نه اورېدو له امله یې تر ډېره په ځمکو کرل شوي فصلونه زیانمن شوي او په ځینو سیمو کې خو لا فصلونه د لمنځه تلو له ګواښ سره مخ دي.
جلال اباد ښار کې د داخله ناروغیو ډاکټر شیرشاه عباس هم د شفري نسخو لیکل تاییدوي او زیاتوي، چې د شفري نسخو له امله پر داکټرانو دخلکو باور کم شوی او د دې وضعیت دوام ناروغ لرونکي اندېښمن کړي دي.
د لغمان امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند محمد یونس یوسفزی وایي، چې دغه ترافیکي پېښه تېره ورځ مازدیګر ۰۵:۳۰ بجې د دولت شاه ولسوالۍ اړوند «فرشغان» سیمه کې د فرونر او سرف ډوله موټرو ترمنځ شوې.
راضیه په لغمان کې یو له هغو کونډو او بې وزله میرمنو څخه ده، چې خاوند یې د تیر حکومت پر مهال د ملي اردو په لېکو کې وژل شوی او اوس مهال د څلورو اولادونو سرپرستي ور ترغاړې ده.
لغمان کې د طالبانو د چاپېريال ساتنې ريیس محمد فهیم صدیقي په دغه ولايت کې پر ښکار بنديز تاييدوي او وايي، پر ښکار یې له بندیز موخه د چاپېريال ساتنې اصولو او مقرراتو پلي کول دي.
د لغمان د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند یونس یوسفزی وایي، چې پېښه تېره ورځ مازدیګر مهال د دغه ولایت علیشنګ ولسوالۍ اړوند « نورام» قریه کي د والیبال لوبې پرمهال شوې.
اطلاعات روز: په لغمان، سمنګان او بدخشان کې د څلورو ترافيکي پېښو له امله ۳۰ تنه ژوبل شوي او په...