ښاغلي یارمل زیاته کړې، چې له یاد کاره یې موخه د فساد مخنیوی او په دولتي ادارو کې د مافیایي کړیو د ځینو ګمارل شویو کسانو ګوښه کول دي.
په ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې په سلګونه مېرمنې د لاسي صنایعو په برخه کې کار کوي؛ خو د مارکيټ نشتوالی د خپل کار پر وړاندې لویه ننګونه ګڼي.
نموړی زیاتوي، چې یاده پیښه کې یو سراچه ډوله موټر د سړک په غاړه دوه کسان وهلي چې له امله یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ژوبل شوی دی.
د ښاغلي صاحبزاده په خبره د یادو بریدونو پرمهال یې د وسله والو طالبانو ګڼ شمیر مرکزونه او وسلې هم له منځه وړي دي.
د لغمان د کرنې ریاست وایي، چې تیره ورځ (جمعه، ۲۹ د کب) د الینګار ولسوالۍ اړوند د «ساوو» درې اوسېدونکو یو نایابه واورین پړانګ ټپي کړی.
دغه ځایي سرچینه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وایي، دغه ولسوالۍ له څو ورځو راهیسې تر محاصرې لاندې وه چې نن سهار (پنجشنبه، ۳۰ د غویي) ترې امنیتي ځواکونو شاتګ کړی دی.
لغمان کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست لپاره د طالبانو ریيس قاري خیر محمد غازي وايي، دغه سیلابونه پرون (جمعه، ۷ د تلې) سهار د دولت شاه ولسوالۍ په نویا، بنګړۍ، رساني، ملنګاني او نورو سیمو کې را وتلي دي.
د سیمې اوسیدونکي هم د یاد پُل د جوړیدو چارو ته خوښ دي او وایي، چې د دغه پُل په جوړیدو سره به د نیازیو او الکوزیو دوه ستر قومونه وصل شي او د ځایي کورنیو د تګ–راتګ ستونزه به حل شي.
هغه وایي، که د لغمان امنیت ته پاملرنه ونه شي او د حکومت له خوا جدي اقدامات ترسره نه شي، ننګونې به زیاتې او خلک به پر کډوالۍ سربېره، له ګڼو نور ستونزو سره لاس او ګرېوان شي.
د لغمان اوسېدونکي او قومي مخور په دې باور دي چې په ځلونو ځلونو د دا ډول اندېښنو په شریک کولو سره بیا هم ځایي چارواکي جدي نه دي او په لوی لاس لغمان د ناامنۍ په اور کې سوځوي.
دا لومړی ځل نه دی چې دا ډول پېښه رامنځته کیږي له دې وړاندې هم ورته پېښې رامنځته شوي چې لامل یې خپلمنځي ستونزې ښودل شوې دي.