په دې غونډه کې د هرات ټولو سياحتي شرکتونو ته امر شوی چې نور پر هغو ښځو ټکټونه نشي پلورلای او نه يې هم د سفر اسناد طی مراحل کولای شي چې «شرعي محرم ورسره نه وي.»
کندهار کې د طالبانو د امر بالمعروف مسوولين زیاتوي، که هر څوک له محرم پرته یوه ښځه موټر ته پورته کړي او د دوی د دغې پريکړې څخه سرغړونه وکړي سزا به ورکړي.