په ورته مهال د ماشومانو د ملاتړ نړیواله اداره یا سیف د چلډرن وايي، افغانستان د نړۍ په کچه د ماشومانو لپاره تر ټولو خطرناک هېواد دی. دغې ادارې په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي چې له ۲۰۰۵ز کال تر دې دمه په افغانستان کې تر ۲۶ زره ډېر ماشومانو ته د جګړو پر مهال مرګ ژوبله اوښتې ده.